په تعز کې سختې نښتې؛ راپورونه: د التربه په سیمه کې سعودي پلوه ځواکونه شاتګ کړی
یمني سرچینو په تعز ولایت کې په څو سیمو کې د یمن د وسلهوالو ځواکونو او سعودي پلوه ځواکونو ترمنځ د نښتو د زیاتېدو خبر ورکړی دی.
د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، د تعز ښار په ختیځ او د دې ولایت په جنوب کې د الشمایتین ولسوالۍ په مرکز، التربه ښار کې سختې نښتې روانې دي او د یمن وسلهوال ځواکونه په څو محاذونو کې د پرمختګ په حال کې دي.
د یمن وسلهوالو ځواکونو ته نږدې سرچینې وايي، چې سعودي پلوه ځواکونو په التربه ښار کې شاتګ کړی او په دې سیمه کې د کنټرول د پراخولو عملیات دوام لري.
د مقابل لوري اړوندو سرچینو هم تر دې مخکې د تعز په بېلابېلو محاذونو کې د توغندیزو بریدونو او سختو نښتو خبر ورکړی و.
راپورونه ښيي چې د تعز ښار لا هم د یمن د وسلهوالو ځواکونو او سعودي پلوه ځواکونو ترمنځ پر سیمو وېشل شوی او د دې ښار په لویدیځو او جنوبي محاذونو کې هم نښتې دوام لري.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.








