روسیه: که اروپا برید وکړي، جګړه به لنډه او برېښناسا وي
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا اروپايي هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې که پر روسیه پوځي اقدام وکړي، لنډه او سخته جګړه به رامنځته شي او مسکو به د ځواب لپاره له خپلو ټولو امکاناتو او وړتیاوو، د اټومي وسلو په ګډون، استفاده وکړي.
زاخارووا ویلي، روسیه د اروپايي هېوادونو د ګواښلو اراده نه لري؛ خو د تېري په صورت کې مسکو د مقابلې او د هر تېري کوونکي د ماتولو لپاره لازم توان لري.
هغې زیاته کړې: «که اروپايي هېوادونه پر روسیه برید وکړي، دا جګړه به په بشپړه توګه توپیر ولري؛ داسې جګړه چې ډېره لنډه به وي.»
په لندن کې د روسیې سفارت هم په یوه اعلامیه کې ګواښ کړی چې د بریتانیا یا ناټو هر ډول پوځي اقدام د روسیې د خاورې پر وړاندې به د مسکو له لوري په ټولو شته وسایلو، د اټومي وسلو په ګډون، ځواب شي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د اوکراین د جګړې او کییف ته د پوځي ملاتړ د زیاتېدو پر سر د روسیې او اروپايي هېوادونو ترمنځ کړکېچونه زیات شوي دي.








