افغانستانسیمه

له تاجکستان څخه د برېښنا وارداتو پر زیاتوالي او د انرژۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس ملا عبدالحق همکار، د تاجکستان د برېښنا شرکت له رییس محمدعمر آسوزاده سره لیدلي او د برېښنا او انرژۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا یې خبرې کړې دي.

دواړو لورو په دې لیدنه کې له تاجکستان څخه د واردېدونکې برېښنا د کچې پر زیاتوالي، د لېږد لینونو پر پراختیا، د برېښنا د کیفیت او ولتاژ پر ښه والي، تعرفو، د پانګونې پر فرصتونو، تخنیکي زده‌کړو او اوږدمهاله همکاریو بحث کړی دی.

د تاجکستان د برېښنا شرکت رییس د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد لین د جوړولو د پروګرام په اړه معلومات ورکړي او افغانستان ته د صادراتي برېښنا د کچې د زیاتولو د غوښتنې د ارزونې لپاره یې د خپل هېواد چمتووالی څرګند کړی دی.

دواړو لورو هوکړه کړې چې تخنیکي او سوداګریز ټیمونه به خپلو خبرو ته دوام ورکړي او د همکاریو جزئیات به عملي پایلو ته ورسوي.

د افغانستان برېښنا شرکت ټینګار کړی چې له تاجکستان سره د ښو اړیکو د ساتلو او د انرژۍ په برخه کې د دوامدارو همکاریو د پراختیا لپاره هڅې کوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button