افغانستان

په بلخ کې ۳۰۰ کیلوګرامه نشه‌يي توکي وسوځول شول

د کورنیو چارو وزارت اعلام کړی چې ۳۰۰ کیلوګرامه نشه‌يي توکي، چې د بلخ امنیه قوماندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د ځواکونو د هڅو په پایله کې د دې ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه کشف او ضبط شوي وو، د سیمه‌ییزو مسوولینو او منسوبینو په حضور کې وسوځول شول.

د دغه وزارت په وینا، سوځول شوي مواد چرس، شیشه، تریاک، نشه‌يي ټابلیټونه او الکولي مشروبات وو.

د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې چې دغه مواد د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې د ځواکونو د عملیاتو او شپه‌ورځنیو هڅو پر مهال کشف او راټول شوي وو.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button