د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس، سید کریم هاشمي، د تاجکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له رییس فرهاد شاه رحمان علیزاده سره په انلاین لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو، پانګونې او د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.
دواړو لورو د سوداګریزو راکړو ورکړو پر زیاتوالي، د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د مستقیمو اړیکو پر رامنځته کولو او د ګډو اقتصادي پروګرامونو پر جوړولو ټینګار وکړ.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس د تاجکستان له سوداګرو او پانګوالو څخه په کابل کې د امام ابوحنیفه (رح) په نوم په پنځم نړیوال نندارتون کې د ګډون بلنه وکړه.
په مقابل کې، د تاجکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس هم د افغانستان پلاوي ته په دوشنبه ښار کې د تاجکستان په ستر سوداګریز او صنعتي نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړه.
دواړو لورو همداراز د سوداګریزو پلاوو پر تبادلې او د افغانستان او تاجکستان د خصوصي سکټورونو ترمنځ د دوامدارو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.








