د اسرائیلي رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د یکشنبې په ورځ په یوه نااعلان شوي سفر ابوظبۍ ته تللی او د متحده عربي اماراتو له ولسمشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره یې لیدلي دي؛ د نتانیاهو دفتر او د اماراتو دولتي خبري اژانس ویلي چې په دې سفر کې د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او د سیمې د وروستیو تحولاتو د ارزونې تمرکز شوی دی.
د اسرائیلي رژیم د لومړي وزیر دفتر د معلوماتو له مخې، په دې سفر کې د نتانیاهو ملتیا د ملي امنیت شورا رییس، د موساد رییس، د لومړي وزیر پوځي منشي او د بهرني سیاست سلاکار کوله.
هممهاله، اسرائیلي رسنیو او اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې د دې لیدنې له مهمو موضوعاتو څخه یوه، هغه وروستی راپور و چې ګواکې محمد بن زاید د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷مې مخکې نتانیاهو ته خبرداری ورکړی و؛ د دغو راپورونو له مخې، نتانیاهو له د اماراتو له ولسمشر څخه غوښتي چې دغه روایت رد کړي.
د نتانیاهو دفتر دغه راپور رد کړی او ویلي یې دي چې دغه سفر یوازې د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او د سیمې د ننګونو د ارزونې په موخه ترسره شوی دی؛ د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت هم د دې لیدنې د جزییاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو څرګنده کړې یې ده چې ابوظبي له اسرائیلو سره د اړیکو پرانیستي او مستقیم چینلونه لري.
#اسرائیل #امارات #ابوظبي #نتانیاهو #محمد_بن_زاید #حماس #۷_اکتوبر #منځنی_ختیځ








