نړۍ
پر نووروسیسک د اوکراین د بېپیلوټه الوتکو برید؛ ۴ کسان وژل شوي
د روسیې د کراسنودار والي وینیامین کوندراتیف ویلي، چې د اوکراین له خوا د نووروسیسک ښار پر وړاندې د بېپیلوټه الوتکو د برید په پایله کې څلور کسان، چې یو ماشوم هم پکې شامل دی، وژل شوي دي.
په همدې وخت کې، د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد هوايي دفاعي سیستمونو تېره شپه د روسیې پر بېلابېلو سیمو، د کورسک، روستوف، کراسنودار، کریمیا او تور سمندرګي په ګډون، ۵۹۶ اوکرایني بېپیلوټه الوتکې کشف او له منځه وړې دي.








