افغانستانجهان

قطر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو دی

د اسلامي امارت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د یاد وزارت سرپرست ملا نورالله نوري په کابل کې د قطر سفارت له شارژدافیر میردیف القشوطي سره وکتل.

په دې کتنه کې ملا نورالله نوري څرګنده کړه چې قطر د افغانستان په اقتصادي پياوړتيا کې مهم رول لري او د دواړو هېوادونو د اړيکو پراختيا يې اړينه وبلله.

بل خوا په کابل کې د قطر سفارت شارژدافیر وايي، هېواد یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو دی.

د یادولو وړ ده چې قطر د اسلامي امارت یو له هغو ملاتړو هیوادونو څخه دی چې د افغانستان د تیر حکومت او اسلامي امارت ترمنځ یې د بیلابیلو غونډو کوربه توب کړی دی.

مطالب مشابه

نظریات اضافه کنید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button