افغانستاناقتصادمنطقه

دری اړخیزی غونډه د افغانستان، ازبکستان او اذربایجان جوړه شوه

دغه درې اړخیزه غونډه د ازبکستان د صنعت، سوداګرۍ او پانګونې د وزیر لازیز قدرتوف او د اذربایجان د اقتصاد د وزیر مامدوف په حضور کې د صنعت او سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزی په کوربه توب جوړه شوه.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، په دې غونډه کې د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا، د ترانسپورت او لوژستیکی همکاریو، ساختمانی موادو، د هایدرو کاربن د زیرمو او کانونو د جیولوژیکی سپړنې په برخه کې د هېواد په شمال کې د سمنټو د تولید پروژې د تطبیق پر میکانیزم خبرې وشوې. افغانستان، سیمه ییزه همکاري، اغېزمنه ګټه اخیستنه د ورېښمو د نوې لارې، د اورګاډي پټلۍ او په اقتصادی سازمان ” ایکو” کې د افغانستان د فعال او نوي حضور په اړه بحث وشو.

دغه وزارت زیاتوي، په دې ناسته کې پر دې هوکړه وشوه، چې د دایمي ناستې په جوړولو او له درېیو هېوادونو څخه د یوه دایمي کاري ټیم پر جوړولو کار وشي.

مطالب مشابه

نظریات اضافه کنید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button